امریکا پر شمالي کوریا د پوځي ګوزار نیت لري

(Last Updated On: سپتمبر 4, 2017)

د امریکا دفاع وزیر تېره ورځ په واشنګتن کې شمالي کوریا ته ګوتڅنډنه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې که شمالي کوریا خپل توغندیز ګواښونه ونه دروي؛ نو د امریکا دراندو پوځي ګوزارونو ته دې ځان ټینګ کړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس له مشاورانو سره د دونلد ترمپ له ناستې وروسته په سپینه ماڼۍ کې څرګنده کړې، چې امریکا او د امریکا ملګرو ته هر ډول ګواښ به په دورند پوځي ګوزار ځواب شي.

نوموړي ویلي؛ د امریکا متحده ایالتونه د کوم هېواد د له منځه وړلو په فکر کې نه دي، خو لکه څنګه،  چې یادونه وشوه مونږ د دې کار لپاره نور غوراوي هم لرو

.شمالي کوریا تېره ورځ اعلان وکړ، چې داسې هایدروجني بم یې جوړ کړی، چې اوږد واټن توغندي هم په کې کې ځای پر ځای کیږي.

د شمالي کوریا وروستۍ اټومي آزموینه له توند نړیوال غبرګون سره مخ شوې ده.

دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی، چې د امریکا، برتانیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په غوښتنه به نن دوشنبه (د سپتمبر ۴) د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ارزونې یوه ناسته جوړه شي.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …