عاجل خبرونه

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور کره شمېر اعلان کړ

(Last Updated On: August 31, 2017 3:38 pm)

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کره شمېر اعلان کړ، چې له پخواني شمېر څو زره ډېر دي.

د امریکا د تګلارې له اعلان وروسته پنتاګون وایي، په افغانستان کې یوولس زره سرتېري لري؛ وړاندې له دې ویل کیدل، چې اته زره څلور سوه امریکایی سرتېري په دې هېواد کې حضور لري.

د امریکا د لوی درستیز د ځواکونو د جذب څانګې رییس ډگر جنرال کنث مک کنزي په ډاګه کړې، چې د ځواکونو د مدیریت نوی بهیر مونږ ته په دوه لومړیتوبونو کې د توازن امکان راکوي؛ لومړی د امریکا خلکو او متحدینو ته څرګند او روڼ پاتې کیدل. دوه یم دښمن  له دې را ګرځول، چې ذهنیت پیدا کړي، مونږ څومره یو او وړتیاوې مو په عملیاتو کې څومره ده. دا یوولس زره سرتېري تخمیني دي، ممکن له دې لږ کم او یا هم ډېر وي. امکان لري، چې مونږ په عملیاتو کې اړتیاوو ته په پام  ځواکونه لږ او یا ډېر کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو ځواکونو کې لنډمهال، ملاتړي او د پریکنده ملاتړ ماموریت سرتېري راځي، چې یوه برخه یې مخکې له دې ډاګیزشوي دي؛ خو تر اوسه د نوې تګلارې پر بنسټ افغانستان ته د اضافي استول کیدونکیو سرتېرو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

هغه څرګنده کړې، چې دغه اعلام افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو معنا نلري، بلکې د دې لپاره اعلانیږي، چې په دې اړه لازمه روڼتیا راشي.

مخکې له دې د امریکا دفاع وزیر ویلي وه، چې: مخکې له دې، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو سرتېرو کره شمېره اعلان شي، تمه لرو، چې په افغانستان کې څومره امریکایی سرتیري شتون لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویانده دانا وایت د سویلي آسیا لپاره د تګلارې له هر اړخیزې بیاکتنې وروسته دفاع وزیر ته ځانګړې کړې، چې مونږ باید د شمېرلو طریقه ساده کړو او په افغانستان کې د امریکا له پوځي ژمنې د خلکو درک ښه کړو. مخکې مونږ یوازې هغه ځواکونه په ډاګه کول، چې تر مدیریت لاندې وو، نه هغه ځواکونه چې لنډ مهال ماموریت لري. زمونږ د پوځ بریا د امریکا د خلکو له ملاتړ سره تړلې ده. دغه بدلونونه مونږ سره مرسته کوي چې عامه باور زیات کړو.

د امریکا دفاع وزارت وایي، د سرتېرو کره شمېر به کانګریس ته هم ولیږي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسي جرګې د پوځي خدمتونو د کمیتې رییس د سرتېرو د شمېر له تازه اعلام هرکلی کړی او ویلي یې دي، پخواني دولت د سرتېرو په نه اعلام نه یوازې لګښتونه ډېر کړل، بلکې بریا یې هم ستونزمنه کړه.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …