عاجل خبرونه

امریکا په افغانستان کې د هوایي بریدونو ډېریدو ته تیاری نیسي- دانیل لیندسي

(Last Updated On: اګست 26, 2017)

په افغانستان کې د امریکا له سترې پوځې اډې امریکایی ایف شپاړس جیټ الوتکې یو په بل پسې په دې طمع له ځمکې پورته کیږي، چې په افغانستان کې به هوایي بریدونه ډېرشي او دا هغه څه دي، چې  د دونالد ترمپ له دورې مخکې په دې اډه کې ورته هڅه لیدل شوې نه وه.

د ایف شپاړس جیټ پیلوټ دانیل لیندسي څرګنده کړې؛ په نوې تګلاره کې روښانه شوه، چې مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو او ټاکل شوې څلور زره نور سرتېري له مونږ سره یو ځای شي. مونږ په طمع یو، چې مشران او قومندانان به په دې اړه نور څه هدایت کوي.

د نوموړي په وینا؛ په تېر کال کې امریکا یو زر و څلور اویا پوځي عملیات کړي؛ خو وروسته له دې، چې دونالد ترمپ د امریکا ولسمشر شوی، دغه عملیات د جنورۍ له میاشتې تر اګست پورې ډېر شول.

په همدې حال کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان ویلي؛ دښمن دې پوه شي، چې له پوځي لارې نه شي بریالي کیدای.

په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال نیکلسون ویلي؛ مونږ په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت تمرکز کوو او د تګلارې یوه برخه هم دا ده، چې: دښمن پوه شي، چې له پوځي لارې بریا تر لاسه کولی نشي.

که څه هم د دونالد ترمپ په نوې تګلاره کې نه دي ویل شوي، چې څومره سرتېري به افغانستان ته استول کیږي؛ خو طمع ده، چې د طالبانو او نورو ترهګرو خلاف جګړه پراخه شي.

ویل کیږي چې امریکایی سرتیري به داسې کړنلاره تعقیب کړي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې نه ده تعقیب شوې. 

د هوایی بریدونو ډېریدو ته په داسې حال کې تیاری نیول کیږي، چې ګاونډ هېوادونو د امریکا نوې تګلاره د سیمې او افغانستان په ګټه نه ده یاده کړې.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …