عاجل خبرونه

امریکايي ځواکونو په ګرشک کې پر افغان پولیسو هوايي برید تائید کړ

(Last Updated On: July 22, 2017)

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو په ډاګه کړې، چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې  د امریکایي ځواکونو پر هوایي برید یو شمېر افغان ځواکونه وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو د اعلامیې له مخې دغه هوایي برید د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته رامنځته شوې دی؛ خو دوی د رامنځته شوې مرګ و ژوبلې په اغړه څه نه وایي.

رویترز خبري څانګې څرګنده کړې، په دې برید کې لږ تر لږه د دوه قومندانانو په ګډون ۱۵ سیمه ییز پوږلیس وژل شوي دي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې په دې اړه به هر اړخیزې څېړنې وشي.   

د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنیو ويلي؛ بهرنيو ځواکونو د گرشک ولسوالۍ په پرچاوې سيمه کې هوايي بريد کړى، چې له امله يې ۱۶ افغان پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.

ځواک زیاته کړې، چې بريد پر هغې سيمې وشو، چې يوازې نيم ساعت وړاندې وسلوالو طالبانو په کې حضور درلود.

په وژل شویو سرتېرو کې د پوليسو دوه قومندانان محمد ولي او ناصر هم ول.

سيمه ییزو چارواکو ويلي، چې پېښه د گرشک په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د امريکا الوتکو له هوا د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …