عاجل خبرونه

امریکا په افغانستان کې د روسیې له مثبت رول هرکلی کوي

(Last Updated On: May 1, 2016)

vlcsnap-2016-05-01-09h22m07s193

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د روسیې په ګډون له هرهغه هېواد هر کلی کوي، چې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي ثبات هوډ لري.

دغه سفارت وايي، روسیه دې ته هڅوي، چې د افغانستان په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې مثبت رول ولوبوي.

د امریکا سفارت په خپل برېښنا لیک کې د خپل ویاند په حواله، چې نوم یې نه دی ذکر شوی لیکلي؛ د امریکا متحده ایالات د سیمې له هغو ټولو هېوادونو سره لیوالتیا لري، چې د افغانستان د امنیت، سیاسي او اقتصادي ثبات په اړه ښه نظر لري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …