عاجل خبرونه

امریکا پر افغانستان د شپیتو میلیون دالرو پر ارزښت وسلې پلوري

(Last Updated On: August 20, 2016)

Afghan-National-Army-ammo-AP

امریکا وايي، پر افغانستان یې د ځينو وسلو د پلور مسوده تصویب کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ امریکا به ډېر ژر د شپېته میلون دالرو پر ارزښت هغه وسلې افغانستان ته وسپاري، چې افغان حکومت یې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره ورته اړتیا لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا حکومت یاده پرېکړه کړې او ډېر ژر به یې عملي کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا د خپل ملي امنیت د خونديتوب او له یوه ستراتيژیک ملګري څخه د دفاع له پاره یاده هوکړه منلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په دغو وسلو کې ډول ډول وسلې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کارول کېږي له افغان ځواکونو سره به پوره مرسته وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي

(Last Updated On: August 23, 2019)د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني، چې د …