عاجل خبرونه

امریکا د کابل په هوایي ډګر کې د درې امریکایي سرتېرو وژل کېدل ویرونکې پیښه ګڼي

(Last Updated On: January 31, 2015)

NAZIRA

د امریکا دفاع وزارت د کابل په هوایي ډګر کې د درې امریکایي سرتېرو د وژل کېدو پیښه ویرونکې بللې دهاو وایي چې دا ډول بریدونه به د کابل- واشنګټن اړیکې زیانمنې نه کړي.

نوموړی په ورته حال کې وایي، نړیوالې ټولنې لا نه ده منلې چې طالبان دې یوه ترهګره ډله وي.

د جمعې په ورځ یوه وسلوال چې د افغان ځواکونو جامې یې په تن وې په ډزو سره درې امریکایي سرتیري ووژل.

د امریکا د د فاع وزارت ویاند وایي، دا یوه ویرونکې حمله وه؛ خو له افغانستان سره به د امریکا د همکاریو په دوام اغېز ونه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي مسول ستیف وارنر:

    

دا یوه تراژیده ده، مونږ هم د قربانیانو کورنیو سره غم کې شریک یو؛ خو دا پیښه به د دې سبب نه شي چې زمونږ نوی ماموریت اغېزمن کړي. باید ووایم چې طالبانو دا برید ستایلی؛ خو مسولیت یې په غاړه نه دی اخیستی. څیړنې دوام لري او ژر به روښانه شي چې برید کونکي رواني تکلیف درلود او که یو ترهګر و، یا کوم بل سازمان پلان کړی و.

 

بلخوا طالبانو په یوې اعلامیه کې د پیښې مسولیت په غاړه اخیستی؛ خو پنتاګون وایي، په دې اړه څیړنې روانې دي.

دغه امریکایي پوځي ویاند همدا راز وایي، طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه نه پیژندل کیږي:

د طالبانو ډله یوه نړیواله ترهګره ډله نه ده چې په نوملړ کې وي؛ خو په دې مانا نه ده چې هغوی دې ترهګر اقدامات ونه کړي، طالبان له ترهګرۍ نه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، چې په نړیوالو ترهګرو ډلو کې یې نه شاملول زیات دلایل لري؛ یو دلیل یې دا دی چې هغوي ته د سولې بلنه ورکړل شوې ده؛ خو داعش یوه نړیواله ترهګره ډله ده چې په نوملړ کې شته، باید وویل شي چې طالبان له داعش سره زیات توپیر لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو راپور ښیي چې د ملکیانو زیاتې مرګ ژوبلې وسلوال طالبان اړوي.

خبریال:نذیره عظیم کریمی

About Ariana News

Avatar

Check Also

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

(Last Updated On: December 6, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو …