عاجل خبرونه

امریکا د ایران د مذهبي مشر څرګندونې د اندیښنې وړ وبللې

(Last Updated On: جولای 21, 2015)

vlcsnap-2015-07-21-20h25m17s105

له ایران سره پر اټمې پروګرام د شپږو قدرتونو له توافق سره سره، اوس هم دواړه لورې د یو بل پر وړاندې تندې خبرې کوي.

په دي وروستیو کې د ایران مذهبې مشر ایت الله خامنه اې ویلې:” په سیمه کې د امریکا سیاستونه د ایرن د هغه په پرتله یوسلو اتیا درجې اختلاف لري.”

هغه ویلې؛ د اټمي توافق سره سره ، د واشنګټن پر وړاندې د تهران سیاست هیڅ ډول بدلون نه دی کړی.

د نوموړي د څرګندونې په غبرګون کې د امریکال د بهرنیو چارو وزیر جان کرې ویلي؛ دا د خامنه اي خبرې دي او ځینې وخت روښانه دریځونه له واقعیت سره توپیر کوي.

نه پوهیږم چې په دې حساس پړاو کې د خامنه اي څرګندونې څه ډول تفسیر کړم؛ په دې معنا چي دا د خامنه اي سیاست دی. نه پوهیږم؛ هر کله چې خبرې عام کیږي، سره توپیر لري . که چیرې سیاست همدا وې؛ د اندیښنې وړ او آزار ورکوونکی به وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلې؛ خلیج او له امریکا سره متحد هېوادونه د دې وړتیا لري چې په سیمه کې د ایران د لاس وهنې پر وړاندې مقابله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو متلونو د امنیت شورا یوه پرېکړه لیک تصویب کړ چې ښیي د ایران پر اټمې مساله توافق شوې ده.

 

 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …