عاجل خبرونه

امریکا د افغان پوځ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي

(Last Updated On: June 28, 2015)

us

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي چې د افغان پوځ سره د دوی مرستې دوامداره دي او تر هغو به دوام وکړي چې افغان پوځ په خپلو پښو د ودریږي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په دې نظر دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو لیکې کمزورې شوي دي.

افغان ځواکونه په داسې حال کې درندو وسلو او هوايي ځواک ته اړ پاتې دی چې نړیوال سرتیري یې اوس د جګړې ملګرتیا نه کوي.

د پنتاګون ویاند ستیف وارند وايي چې له افغان پوځ سره به تر هغو خپلو مرستو ته دوام ورکړي تر څو په خپلو پښو د ودریږي.

د ناټو غړو هیوادونو د افغانستان د ملي یوالي د حکومت له رامنځته کیدو سره خپل ملاتړ بیا تازه کړ. مونږ د افغان پوځ روزنې او سمبالولو ته دوام ورکوو. امریکايي سرتیري به مخامخ په جګړه کې ځان نه ښکیلوي.

د امریکا د دفاع وزارت په دې باور دی چې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو لیکې کمزوري شوي دي.

طالبان تر اوسه د کومي سیمې په نیولو نه دي بریالي شوي؛ دوی خپل بریدونو او موټر بم چاودونو ته زور وکړی. افغان ځواکونه پیاوړي دي. افغان پوځ ته د الوتکو د سپارلو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره امریکا کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلي زور اخلي.

د نظر خاوندان په دې باور دي ، تر هغو چې د تروریزم اصلي مرکزونه ونه نړول شي، په افغانستان کې به جګړه دوام وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کندوز کې درې کسان د انسان تښتونې پر تور ونیول شول

(Last Updated On: February 18, 2020) د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې درې …