عاجل خبرونه

امریکا باید د حزب اسلامي او حکومت له خبرو ملاتړ وکړي- کریم

(Last Updated On: April 11, 2016)

حزب اسلامی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی وايي، که امریکا د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو اترو ملاتړ ونه کړي، دا خبرې به له ستونزو سره مخ شي.

د حزب اسلامي د پلاوي غړي محمدامین کریم رسنیو ته وویل هیله ده، چې امریکا په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي پلاوی وايي، امریکا باید د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرو په اړه خپل دریځ روښانه او له دې مذاکراتو ملاتړ وکړي.

کریم زیاته کړې؛ که بهرني هېوادونه او په تېره امریکا د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ له روانو  مذاکراتو ملاتړ ونه کړي، د سولې روانې خبرې به نتیجه ورنه کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

(Last Updated On: July 16, 2019)د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت …