عاجل خبرونه

امریکا او بریتانیا په هلمند کې خپلې عملیاتي ډلې ځای په ځای کړي

(Last Updated On: دسمبر 17, 2015)

vlcsnap-2015-12-17-10h31m55s141د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼه وایي، بریتانیا او امریکا په هلمند کې څلور ځانگړې عملیاتي ډلې ځای په ځای کړي دي او تر څنگ یې له افغان محاربوي ځواکونو مستقیم ملاتړ هم ښکاره کړی دی.

طالبانو په دې ستراتیژیک ولایت کې د څلور ولسوالیو کنترول په لاس کې اخیستی دی.

وال ستریت ژورنال ورځپاڼه په ډاگه کوي، چې تېر کال په هلمند کې شاوخوا دوه زره افغان ځواکونو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

ناتو وایِ، د مرکز لښکر د سقوط مخنیوی د جنرال جان کمپبل یو مهم لومړیتوب دی.

د امریکایی ځانگړیو ځواکونو یوه ویاند هم تائید کړې، چې په هلمند کې د بریتانیا او امریکا څلور ځانگړې عملیاتي ډلې ځای په ځای شوي، چې موخه یې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ پیاوړتیا ده.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …