امریکایي پوځ جګړه ییزو مسایلو ته بشپړه پاملرنه لري- جان کربي

(Last Updated On: November 03, 2016 3:43 pm)

img00580052

په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د مواردو څېړنې ته د لاهې نړیوالې محکمې د چمتوالي راپورونو ته په نغوته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا قضایي نظام پیاوړی، عادلانه او پرانیستی دی او واشنګتن  به پرې په بشپړ ډول اتکا  وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د افغانستان د سولې د بهیر مشري باید د افغانانو په لاس کې وي.

د امریکا فارن پالیسي مجلې د خپلو سرچینو له قوله ویلي وه، چې د لاهې نړیواله محکمه په افغانستان کې د جنګي جرمونو د مواردو څېړنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغې مسالې ته غبرګون وښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندجان کربي وایي ما دا راپورونه لیدلي. زه دا خبره د لاهې نړیوالې محکمې ته پریږدم، چې له خپله اړخه خبرې وکړي؛ خو هیڅ دولت او هیڅ پوځ د ځمکې په کره کې  خپل مسوولیتونه هومره جدي نه نیسي، لکه مونږ یې چې نیسو. امریکا فوق العاده ملي قضایي نظام لري، چې پیاوړی، انرژي لرونکی، عادلانه او پرانیستی دی او مونږ به پرې اتکا ولرو.

جان کربي زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر باید د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي او افغان مشران یې په اړه پرېکړه وکړي.

د هغه په وینا؛ د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي او مونږ تل ویلي، چې باید همداسې وي. په دې معنا، چې د سولې بهیر د څرنګوالي په پرېکړه باید پخپله افغانان وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان روان جنګي موسم پرته له حل لارې پای ته رسیدونکی دی او د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو برخلیک هم معلوم نه دی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …