عاجل خبرونه

افغان ځواکونو په پکتیا کې دیرش وسلوال طالبان وژلي

(Last Updated On: September 11, 2018 7:50 pm)

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین وايي ۳۰ وسلوال طالبان په تندر ۲ نومو عملیاتو کې وژل شوي او شپېته نور ټپیان دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو درستيزوال روح الله خلیل اوغلو ویلي؛ د پکتیا په هغو سیمو کې یې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي، چې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه په کې ډېر دي.

ښاغلي اوغلو زیاته کړې، چې د پکتيا مرکز ګردیز اړوند په چوڼۍ او زرمت ولسوالیو کې يې تندر۲ نومي عملیات کړي، چې په کې دېرش وسلوال وژلي او۶۰ نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو کسانو کې یو شمېر پاکستاني جنګيالي هم شته.

د تندر قول اردو مسوولینو د میدان وردګ ولایت د ولايتي شورا هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکي په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ملي اردو څلوېښت سرتېري وژل شوي.

هغه زیاتوي، چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې کلابند سرتېري د کوماندو په عملیاتو کې ژغورل شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې وروستیو کې په بېلا بېلو ولایتونو کې بریدونه پراخ کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په پکتیا کې په تندر ۲ نومو عملیاتو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ و ژوبلې ادعاوې رد وي.

دیا دونې ده، چې چارواکو په دې عملیاتو کې د ملي اردو د دوه سرتېرو له وژل کیدو او ۴ له ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …