عاجل خبرونه

افغان کرکت ملي لوبډلې له بنګله دیشه لوبه وګټله

(Last Updated On: June 04, 2018 5:19 pm)

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکت ۲۰ اوريزو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان پر ۴۵ منډو وګټله.

د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې؛ خو بنګله دېش ونکړای شول دغه هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې د ۱۲۲ منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.

د افغانستان توپوهونکیو په پيل کې که څه هم ویکتې وساتلې؛ خو د منډو جوړولو سرعت يې ډېر چټک نه و؛ شفيق الله شفق د لوبې د وروستيو په څو اورونو کې د لوبې بڼه بدله کړه.

مجيب ځدراڼ په لومړي توپ د بنګله دېش تکړه لوبغاړی تميم اقبال وسوځاوه؛ خو راشد خان د بنګله دېش د بټېنګ ملا ماته کړه.

نوموړي درې لوبغاړي وسوځول او يو کچ يې واخيست.

د راشد خان تر څنګ شاپور ځدراڼ درې، محمد نبي دوه، مجيب ځدراڼ او کريم جنت يوه يوه ویکته واخيسته.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب د هند په دهرادون کې روانې دي.

راتلونکې لوبه د جون پر پېنځمه نېټه پر سې شنبه ترسره کېږي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …