عاجل خبرونه

افغان بیسیم د نوري فایبر په پروژه کې د پانګونې جواز تر لاسه کړ

(Last Updated On: مارچ 18, 2018)

په افغانستان کې غوره مخابراتي آسانتیاوو ته د لاسرسي لپاره افغان بیسیم مخابراتي شرکت له اترا ملي پروژې سره د پانګونې تړون په داسې حال کې لاسلیک کړ، چې ولسمشر هم حاضر و.

ولسمشر غني د دغې پروژې د لاسلیک پر مهال اترا ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې په هېواد کې مخابراتي او انترنتي خدمتونه غښتلي کړي.

ولسمشر اشرف غني وغوښتل، چې د انترنتي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ باید پر داسې طرحه کاروشي، چې له مخې یې مخابراتي او انترنتي بیې راټيټې او عام وګړي یې هم وکاروي.

ښاغلي غني د مخابراتي شرکتونو هڅې وستایلې او په ډاګه یې کړه، چې په دې برخه کې نوره پانګونه هم وشي او هغه سیمې، چې په کې مخابراتي تاورونه تر ګواښ لاندې دي؛ د هغو پر بدیلو لارو باید فکر وشي.  

په دې طرحه کې، چې د اترا ملي ادارې وړاندې کړې؛ د بورجې، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت او څرنګوالی، د خدمتونو د جواز ورکړه، د ناقانونه هڅو مخنیوی، د وړتیاوو پیاوړتیا او د تلویزیوني خپرونو پر دیجیتلي کولو هم خبرې تر سره شوې.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …