عاجل خبرونه

افغانستان ته د امریکا نور١٠٠٠ پوځيان راځي

(Last Updated On: January 23, 2018 12:37 pm)

د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې په را روان پسرلي کې افغانستان ته نور ١٠٠٠ سرتېري راواستوي.

امریکايي رسنیو د لوړپوړیو پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له دغو سرتېرو سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۵ زره ته ورسېږي.

د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي، چې د ځواکونو د ډېرول د هغې تګلارې یوه برخه ده، چې د طالبانو پرخلاف  له افغان ځواکونو سره زمونږ ملاتړ نور هم پیاوړی شي.

د دغه وزارت په خبره؛ د دې تګلارې له مخې نوی جګړه ییز جوړښت رامنځته کیږي، چې د بېلابېلو برخو سرتېرو او افسرانو ته به د ګډ کار زمینه برابره کړي.

پنتاګون غوره ګڼلې، چې د اغېزمنو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان لیرې پرتو او په جګړه کې ښکېلو سیمو ته د خپلو جنګي سلاکارانو نوې ډلې ولیږي.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …