افغانان هیڅوګ پر سمتي، قومي او ژبنيو تعصباتو بیلولی نشي

(Last Updated On: December 23, 2017 2:36 pm)

د ملي امنیت شورا مرستیال د خوست په سفر کې په ډاګه کړې، چې افغانان یو موټی دي او نفاق اچوونکي د دین او هېواد دښمنان دي او چا ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د ملي یووالې ضد هڅې وکړي.

دین محمد جرآت د ملي امنیت شورا مرستیال او د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر مشر په خوست کې هڅه  کړې، چې همدغه بهیر ته ملاتړي پیدا کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی جنرال دین محمد جرآت وایي، هیڅوګ نشي کولی، چې افغانان په قومي، مذهبي او ژبنيو تعصباتو بېل کړي.

د خوست مرستیال والي شېربادشاه اورګونی وایي، د دغه ولایت خلک د ملي وحدت غوښتوونکي او د نظام کلک ملاتړي دي

د خوست د مجاهدینو شورا مشر مولوي  محمد سردار ځدراڼ له دیني محمد جرات غواړي، چې په هېواد کې د ملي وحدت لپاره په رښتیني توګه کار وکړي؛  نه د سمت او تنظیم لپاره.

قومي مشر حکیم ولي په ډاګه کړې؛ کورنیو او بهرنیو دوستانو ته ثابته شوې، چې مونږ په خپل ټاټوبي کې جنګ نه، بلکې سوله او ثبات غواړو.                               

کتوونکي په دې باور دي، چې د ټاکنو په رانږدې کیدو سره سیاسي ډلې هڅې کوي، چې د خوست خلکو ملاتړ خپل کړي. 

د یادونې وړ ده، چې د خوست اوسیدونکيو د ملي امنیت له مشاوره وغوښتل، چې د خوست د اوسیدړونکیو  ستوونزې مرکزي حکومت ته ورسوي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …