عاجل خبرونه

افغانستان اقتصادي آزادۍ ته اړ دی

(Last Updated On: اګست 19, 2017)

ولسمشر غني نن له غرمې وروسته(د زمري ۲۸) په هرات کې د مالوچو نساجۍ د پرانستې په مراسمو کې له سوداګرو وغوښتل، چې پر هېواد د باور پر بنسټ پانګونه وکړي.

ولسمشر غني په داسې حال کې، چې د هرات مالوچو نساجي یې پرانسته وویل: هېواد اقتصادي آزادۍ ته اړ دی.

اوس هېواد ته بهرني توکي د ریل پتلۍ له لارې افغانستان ته راځي او له مال پرته بېرته چین ته ځي؛ خو ولسمشر غني ټینګار کوي، چې له دې وروسته به چین ته د افغانستان له صادراتو سره ورګرځي.

ولسمشر سوداګرو ته د پالیسۍ پر بدلون ټینګار څرګند کړ او له خپلو ټیټ پوړیو چارواکو یې وغوښتل، چې له پانګوالو سره منفي حرکتونه تر سره نه کړي.

دغه راز ولسمشر مازیګر مهال د خپلواکۍ د ۹۸ کلیزې په مراسمو کې د هرات له خلکو او چارواکو ستاینه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې غازې امان الله خان او ملګرو یې د علم و فرهنګ مشالونه بل کړل او افغانستان سیاسي خپلواکي وګټله.

دغه راز ولسمشر غني په ډاګه کړه؛ نن هغه ورځ ده، چې خپلې ورکې کړۍ پیدا او ځان د یو موټي خپلواک افغانستان آبادۍ ته پیاوړي کړو.

ولسمشر افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی؛  له یوې ډلې او قوم سره تړاو نه لري.

د یادونې وړ ده، چې امان الله خان لومړی له انګریزانو څخه په سوله ییزه توګه د خپلواکې غوښتنه کړې؛ خو انګریزانو ونه منله او بیا اړ شو، چې له درې جبهو جګړې ته ورودانګې او له ملګرو سره یوځای افغانانو ته ځپلواکي وګټي.  

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …