عاجل خبرونه

افغان فوتبال لوبډلې عربستان ته ۸ د صفر په وړاندې لوبه وبایلله

(Last Updated On: جولای 22, 2017)

د اسیا د فوټبال په مقدماتي سیالیو کې د افغانستان د فوتبال د ۲۳ کلنو لوبډلې خپله دوه یمه سیالي سعودي عربستان ته وبایلله.

د فوتبال فدراسیون تخنیکي دایرکتر طاهر روفي وویل، چې د هېواد د ۲۳ کلنو لوبډلې عربستان ته ۸ د صفر په وړاندې لوبه وبایلله.

دا په داسې حال کې، چې د فوتبال د ۲۳ کلنو ملي لوبډلې د آسیا د فوتبال په مقدماتي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه هم عراق ته ۸ د صفر په وړاندې بایللې وه.

د دغو سیالیو په لړ کي سبا د فوتبال ۲۳ کلنو ملی لوبډله خپله ورستی لوبه له بحرین سره کوي.

د آسیا فوتبال دغه مقدماتی سیالی د ریاض به کوربتوب ترسره کیږي.

About Ariana News

Check Also

په آسترالیا کې د افغانستان د ورزشي کاروان ۶ لوبغاړي تښتیدلي

(Last Updated On: نوومبر 3, 2018) د افغانستان د ورزشي ډګر مسوولین وایي، چې په …