عاجل خبرونه

افغان روبات جوړونکیو نجونو د زړورتیا مډال تر لاسه کړی

(Last Updated On: جولای 22, 2017)

د افغان روبات جوړونکیو نجونو د لومړي ځل لپاره د تکنالوژۍ په ډګر کې نوې پاڼه پرانیسته او د لومړي ځل لپاره یې د روبات په نړیوالو سیالیو کې  ګډون وکړ او د زوړتیا مډال یې د ۱۶۳ هېوادونو له سیالیو تر لاسه او هېواد ته راستنې شوې.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له دغو نجونو سره د لیدنې پر مهال د دغو نجونو حضور د امریکا په اړوند سیالیو کې افغانستان ته لویه او تاریخي لاسته راوړنه وبلله او وایي، چې په افغانانو کې ډېر استعدادونه اوس هم ویده پاتې دي.

نوموړي د هغو ګډ کار وستایه او په ډاګه یې کړه، چې مونږ په افغانستان کې ګډ کار تجربه کړی نه دی؛ خو ژمنه کوو، چې تاسې ته به د تکنالوژۍ په ډګر کې د زدکړو د زمینې د برابرولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړو.

روبات جوړونکې افغان نجونې، چې  له څوارلس څخه تر ۱۷ کلونو عمرونه لري؛ فاطمه قادریان نومې غړې یې وایي: د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې مو د روباتیک بکسې ته درې نیمې میاشتې اجازه ورنکړشوه، چې بهر ته ولیږدول شي. په داسې حال کې، چې د نورو هېوادونو ډلې څلور میاشتې د روبات جوړولو فرصت درلود؛ خو مونږ په دوه اوونیو کې د واشنګتن د فرست ګلوبل نړیوالو سیالیو ته روبات چمتو کړ.

نوموړې زیاتوي؛ حکومت دې زمونږ امنیت او ترانسپورتي ستونزې حل او بهرنیو سفرونو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

د روبات جوړونکې ډلې غړی علي رضا مهربان وایي؛ هیچا فکر نه کاوه، چې افغان روبات جوړوونکي به واشنګتن ته راشي او په سیالیو کې به برخه واخلي.

تېره اوونۍ د ۱۶۳ هېوادونو تر منځ د امریکا په پلازمېنه واشنګتن کې د روبات سیالۍ تر سره شوې. د دې سیالیو موضوع د اوبو له کړکیچ سره مقابله وه او دغو روباتونو آبي رنګه توپونه له پېژندلو وروسته ځانګړي ځای ته لیږدول؛ خو په دې سیالیو کې د افغان روبات جوړوونکیو نجونو ګډون دومره آسانه کار نه وو، ځکه دوه ځله یې په کابل کې د امریکا سفارت د ویزې غوښتنه رد کړه. وروسته له دې، چې د امریکا ولسمشر ته دغه موضوع وررسیږي خپله شخصاً دخالت کوي او دې نجونو ته امریکا د سفر زمینه برابروي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کاري ډله له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او که داسې ونه شي، د روبات نړیوالو سیالیو کې به یې په راتلونکې کې ګډون ناشونی وي.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …