افغانستان خپله دوه یمه لوبه د سنگاپور په وړاندې بریالۍ ترسره کړه

(Last Updated On: July 18, 2017)

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره خپله دوه یمه لوبه د سنگاپور په وړاندې ترسره او سنگاپور ته یې پر ۷ ویکتو ماته ورکړه.

د لوبې پچه سنگاپور وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د سنگاپور لوبډلې په  ۲۶٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۹۲ منډې یې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۹۳ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي توپوهنه کې ۱۹-کلنو ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷ اورونو کې بشپړ  او د درې لوبغاړيو په له لاسه ورکولو یې دوه یمه بریا هم خپله کړه.

دروېش رسولي په ۴ توپونو ۲ او ابراهیم ځدران په ۳ توپونو یوې منډې جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

د یادونې وړ ده، چې افغان ملي لوبډلې تېره ورځ ورته لوبه له مالیزیا وړې وه.

About Ariana News

Check Also

کرکتپوه راشد خان ارمان له ملي او نړیوال ویاړ برخمن شوی

(Last Updated On: April 6, 2019)د بدني روزنې کارپوهانو د سپورت ډګر ته ډېرې له …