افغانستان د ترهګرو ملاتړی هېواد نه دی- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: February 24, 2017)

vlcsnap-2017-02-24-18h41m27s104

اجرائیه رییس وایي، چې افغانستان د ترهګرو ملاتړی هېواد نه دی او باید پرې دا ډول تور ونه لګول شي.

 حکومتي مشران د سیمې پر هېوادونو نیوکې کوي او په نظام کې دننه ځینې ننګونونې هم په ګوته کوي. د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې د عبدالعلي مزاري د دوه ویشتم تلین په نمانځغونډه کې وینا کوله وویل؛ د سیمې هېوادونه دې پوه شي، چې د ترهګرو تر منځ توپیر به په سیمه کې جنایت لا پسې پراخ کړي.

 تل د ملي وحدت حکومت مشرانو په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ خبره کړې ده.

اوس هم د اجرائیه رییس باور دا دی؛ ترهګرې ډلې داسې روزل شوي، چې له خپلو ګټو پرته بل څه ته فکر نه کوي، په داسې حال کې، چې پاکستان د څو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن دی.

د کابل او اسلام آباد تر منځ د لانجو تر څنګ په دې ورځو کې د راتلونکي کال په امنیتي وضعې هم خبرې کیږي.

د  اجرائیه رییس دوه یم مرستسال محمد محقق وایي، چې له هزارګانو سره یې په ژمنه وفا نه ده کړې . په دې برخه کې د حکومتي مشرانو بې پامي کولی شي سترې ستونزې امنیتي ځواکونو ته را ولاړې کړي.

د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند پخوانی مشر عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۶ ل کال د کب پر میاشت د کابل د چهارآسیاب په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا ووژل شو.

خبریال: علی اصغري

Check Also

د سعودي شاهي کورنۍ نږدې ۱۵۰ غړي پر کرونا اخته دي

(Last Updated On: April 10, 2020)  نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سعودي روغتیایي چارواکو له قوله …