عاجل خبرونه

افغانستان د کرکت نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ

(Last Updated On: June 23, 2017 1:02 pm)

 د کرکت نړیوالې شورا په ډاګه کړې، چې افغانستان او ایرلیند دواړو هېوادونو په پوره رایو په دې شورا کې بشپړغړیتوب تر لاسه کړی دی.

د افغانستان کرکت بورد د غبرګولي پر ۱۷ له کرکت نړیوالې شورا څخه د بشپړغړیتوب د ترلاسه کولو او په دې شورا کې د امتحاني لوبو د تر سره کولو غوښتنه کړې وه.

د کرکت نړیوالې شورا مشر دیوید رچردسن د دغې شورا له ناستې مخکې رسنیو ته ویلي وه، چې د افغانستان کرکت بورد وړاندې شوی غوښتنلیک ډېر ښه ترتیب شوی او قانع کوونکی دی.

د نوموړي له دغو څرگندونو وروسته د افغانستان د بشپړغړیتوب د ترلاسه کولو لپاره هیلې نورې هم وغوړیدې او افغانستان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د کرکت نړیوالې شورا غړی شو.

پر بشپړ غړیتوب سربېره افغانستان د امتحاني لوبډلې درجه هم ترلاسه کړې، چې دا هم د افغانستان د کرکت په تاریخ کې ستره لاسته راوړنه ده.

د افغانستان د کرکت بورد مشر ښاغلي شکرالله عاطف مشعل او اجرائیوي مشر شفیق الله ستانکزي ټول ولس ته د دغې سترې او تاریخي لاسته راوړنې مبارکي وړاندې کړې ده.

دا هم په ډاګه شوې، چې اوس د افغانستان کرکت بورد د نړۍ په کچه یو غوره بورد پېژندل کیږي.

د یادونې وړده، چې افغانستان به پر نورو امتیازونو سربېره له کرکت نړیوالې شورا د څلور کلونو لپاره ۵۰ میلیون دالر هم ترلاسه کوي، چې د کرکت د ودې او پراختیا لپاره به لګول کیږي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …