عاجل خبرونه

افغان لوبډلې ویست اندیز له سترې ماتې سره مخ کړ

(Last Updated On: جون 10, 2017)

 

افغانستان د ویست انډیز کرکت لوبډلې لپاره د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی و؛ خو ویست اندیز د ۶۴ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

افغان کرکت لوبډلې ویست اندیز لوبډله له ستر فشار سره مخ او راشد خان پیاوړې لوبه وکړه.

په دې لوبه کې راشد خان اووه  ویکیته  ترلاسه کړل او د ویست اندیز توپ وهنې ته يي د پای ټکی کیښود.

په دې لوبه کې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړیو پیاوړې ډگر ساتنه وکړه او له توپ اچوونکیو سره يي د ویکیتو په اخیستلو او ډېرو منډو په ترسره کولو کې د پام وړ مرسته تر سره کړه.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …