افغانستان د معاملو نه، بلکې د پرېکړو کور دی

(Last Updated On: November 26, 2019)

ولسمشر غني خبرداری ورکوي، چې هیچا ته به د قانون له واکمنۍ د ناوړه ګټې اخیستو اجازه ورنکړي او په خبره یې هیڅوک نشي کولی د قانون واکمني اغېزمنه کړي.

د سولې او امنیت لپاره د پوځي ښځو په لومړنۍ ناسته کې، چې د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۵) د ولسمشر غني د افغان پوځ دغو سرتېرو ته نه یوازې په وینا کې وسلوالو مخالفانو ته خبرداری ورکړ، بلکې سیاسي مخالفانو ته یې هم یو لړ سپارښتنې وکړې.

ولسمشر اشرف غني ویلي، افغانستان د معاملې ځای ندی، بلکې د پرېکړې ځای دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د قانون له  واکمني ناوړه ګټه واخلي. مونږ قانون ته تابع یو او د خپل اساسي قانون پر بنسټ روان یو.

ولسمشر طالبانو ته په خپل خبرداري کې ویلي؛ پوه شئ، چې د کمروزي ملت او دولت په وړاندې ولاړ نه یاست؛ ډېر ژر به(اسلامي او افغاني) سوله، چې د خلکو غوښتنه ده؛ رامنځته شي.

ولسمشر غني دا راز؛ د ښځو پوځي شورا جوړیدل، هغو هېوادونو ته، چې د دفاع وزیران یې ښځې دي؛ خورلنډي د افغان فکر اصلي محور ګڼي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ د سلا او مشورو کومه لړۍ، چې تاسې روانه کړې باید روانه وساتل شي. هغه موخه، چې تاسې ټاکلې د یوې یا دوه ورځو نده، بلکې یو بنسټیز بدلون دی.

د سولې لپاره د ولسمشر خبرې په داسې حال کې بیانیږي، چې د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هیلې مخ په زیاتیدو دي.

خبریال: وارث حسرت

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي کمښت باید د ملکي زیانونو کچه تر صفره راټیټه کړي- د بښنې نړیواله ټولنه

(Last Updated On: January 25, 2020)د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د طالبانو او …