عاجل خبرونه

افغان حکومت د دیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه پېژني

(Last Updated On: September 20, 2019)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان د دیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه پېژني.

 دغه وزارت ويلي، چې د تورخم دروازه یوازې د تګ راتګ او سوداګرۍ لار ده، چې څلیریشت ساعته به د کابل او اسلام آباد تر منځ پرانیستې وي.

د تورخم دروزاه  به له دې وروسته څلیریشت ساعته د خلکو او سوداګرو لپاره پرانستې وي؛ خو پر دغه دروازه د پاکستان لخوا لیکل شوي متن افغانستان غبرګون ته اړ کړ.

پر لوحه لیکل شوي، چې د تورخم پوله؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نده.

د ولسي جرګې پخوانی غړي فتح الله قیصاري هم د پاکستان لخوا د تورخم پر دروازاه د پولې لیکل غندلي دي.

عامو افغانانو هم د پاکستان دغه کار ته غبرګون ښودلی او وايي، چې دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د رسمې پولې په توګه رسمیت نلري.

دوی وايي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه د ډیورند کرښې په اړه هیڅ پرېکړه نشي کولی.

د دیورند کرښې هوکړه په ۱۸۹۳ زېږدیز کال د برتانوي هند د چارواکو او امیرعبدالرحمان خان تر منځ لاسلیک شوې، چې له مخې یې افغانستان د خپلې خاورې پر یوه برخه واکمني له لاسه ورکړې؛ خو افغان حکومتونو او خلکو یاده کرښه فرضي ګڼلې او رسمیت یې نه مني.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي

(Last Updated On: October 13, 2019)وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې امریکايي استازيو په …