افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی-اشرف غني

(Last Updated On: August 16, 2019)

د دولت جوړونکې  ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني په یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی او د ولسمشرۍ ټاکنې د اوسني سیاسي نظام د پایښت یوازنۍ لار ده.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړې په درشل کې یوازې همدا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دی، چې خپل ټاکنیز کمپاین یې چټک روان کړی دی.

نوموړی په دې باور دی، چې را روانې ټاکنې په افغانستان کې د راتلوونکي نظام د پایښت یا له منځه تلو آزموینه ده؛ خو دا ځل د ملي وحدت حکومت په څېر واک نه ویشي.

د ولسمشرۍ دا نوماند له ټاکنو وروسته ائتلافي حکومت نه مني او وایي، واک به ونه وېشم.

هغه د برحال ولسمشر په توګه یو ځل بیا ټینګار کوي، چې له بهرنیو مرستو پرته به د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان پر پیسو تر سره کړي.

اشرف غني په دې ټاکنیزې غونډه کې دوه پیغامه لرل؛ لومړی پر اوسني نظام د سولې په خبرو کې معامله نکوي او دوه یم دا، چې ټاکنې له بهرنیو مرستو پرته د افغانستان پر لګښت تر سره کوي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې مشر د سیاسي بهیر نورو سیالانو ته هم خبرداری ورکوي او وایي، په اقتصادي معادلاتو کې مداخله ونکړئ، بلکې په خبره یې په یوه ګوښه ځای کې د قرآن او نبوي سیرت زدکړې وکړئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاین په پیکه ډول پر مخ ځي، چې یو دلیل یې هم ښایي د امریکا او طالب استازیو تر منځ د سولې خبرې وي. ویل کیږي د دوی تر منځ د سولې هوکړه هم ژر لاسیلیک کیدونکې ده؛ خو ښاغلي اشرف غني ویلي، اوسنی ولسمشر د سولې په بهیر کې د پرېکړې کولو واک نلري او راتلوونکی حکومت، چې له ټاکنو وروسته به را منځته کیږي؛ په دې اړه به پرېکړه وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیکا کې له وروستیو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

(Last Updated On: January 21, 2020)د پکتيکا ولايت له طبعيي پېښو سره د مبارزې ریاست …