د افغانستان د بدني روزنې او ښکلا ملي لوبډلې د دغه پړاو په سیالیو کې د سره زرو شپږ، د سپین زرو دوه او د برونزو څلور مدالونه خپل کړي او د خپلو نندارو د سیالیو د نوملړ پیل کې راغلل .
ویل کیږی، چې د ملي لوبډلې اتل احمد رضا د ۱۰۰ کیلو ګرام وزن په پورته کولو د دغو سیالیو د «میستر» نوم خپل کړ.
د جنوبی آسیا د بدني روزنې او ښکلا دولسم پړاو سیالۍ د نیپال په کتماندو ښار کې تر سره شوي او له افغانستان څخه د بدني روزنې او بدني ښکلا ۱۷ لوبغاړیو خپلې نندارې وړاندې کړې.
له افغانستان وروسته هند دوه یم او نیپال درېیم شو.