افغان حکومت د سولې له خبرو بشپړ خبر دی- امریکا

(Last Updated On: March 28, 2019)

په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا او طالب استازیو تر منځ د تړلو دروازو تر شا خبرو ان د امریکا مشرانو جرګه اندېښمنه کړې ده.

د امریکا مشرانو جرګې د قطر د خبرو د سپیناوي لپاره د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وربللی و. نوموړي ویلي، چې د سولې له روانو خبرو افغان حکومت بشپړه خبر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دغه هېواد د مشرانو جرچې د غړیو د پوښتنو او غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان حکومت د خبرو په اړه بشپړ معلومات لري. سفیر جان بس  په اوونۍ کې څو ځله او ان په ورځ کې څو ځله له ولسمشر سره خبرې کوي.

مایک پمپیو زیاته کړې، چې له طالبانو سره د خبرو ټول مسوولیت د ده په غاړه دی.

ده سناتورانو ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې به پر لاسته راوړنو معامله ونشي.

مایک پامپیو دا هم ویلي؛ مونږ ډېر پام کوو، چې لاسته راوړنې او له اداري فساد سره مبارزه مو زیان ونه ویني. تاسې پوهیږئ، چې هلته ستونزې ډېرې دي او اوس هم زرګونه سرتېري لرو؛ نو، ځکه هڅه کوو، چې تاوتریخوالی راکم کړو.

له وسلوالو طالبانو سره د سولې د کیدونکې هوکړې سره سره امریکا په افغانستان کې د القاعدې او داعش په اړه هم اندېښنې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې او نړۍ ته خپل شپږم پړاو سفر پیل کړی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزار ښار کې د یکشنبې پر شپه د مخابراتي شبکو فعالیت ودرید

(Last Updated On: July 21, 2019)په مزار ښار کې د یکشنبه پر شپه(د چنګاښ ۲۹) …