عاجل خبرونه

افغان کرکټ لوبډله د نړی د غوره لوبډلو په لست کی شامله شوه

(Last Updated On: January 29, 2015)

CERKET_29_01_2015_VO.avi_snapshot_00.37_[2015.01.29_17.19.07]

آی سی سی یا د کرکټ نړیوال بنسټ د هیواد کرکټ بورد ته ویلی چی د افغانستان لوبډله د نړی د دولسو غوره لوبډلو په لست کی اضافه شوه.

دا په داسی حال کی ده چې نن هم افغان لوبغاړو د ۲۰۱۵ کال د نړیوالو سیالو په موخه له کابل څخه حرکت وکړ.

افغانستان د لومړی ځل لپاره د نړیوال جام په پنځوس اوریزه سیالیو کی ګډون کوی. د دی سیالیو په لومړي ګروپ کی به افغانستان له استرالیا، نوې زیلاند، انګلستان، اسکاتلنډ، بنګله دیش او سریلانکا سره یوځای شی.
افغان لوبغاړو چی له ایرلند او سکاتلند سره دوستانه سیالي کړې، له خپلو ښو وړتیاوو څخه په داسی حال کی خبرې کوي چی په پام کی ده د نړیوال جام سیالیو نه مخکی څلور نوری دوستانه سیالی هم ترسره کړی.

تر دې د مخه د کرکت بورد رییس او اجراییه رییس د دې ادارې موخه په نړیوال کرکت بورد کی د دایمی عضویت ترلاسه کول و. چی اوس مهال د غوره لوبغاړو په قطار کی راتلل هم د عضویت په معنی ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

(Last Updated On: December 6, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو …