عاجل خبرونه

افغان کرکت ملي لوبډله نن له سریلانکا سره لوبیږي

(Last Updated On: March 17, 2016 10:35 am)

vlcsnap-2016-03-17-09h41m24s68د افغانستان د کرکت ملي لوبډله نن له سریلانګا سره د ۲۰۱۶ د نړیوالو ۲۰ آوریزو لوبو په لړ کې لوبیږي.

دغه لوبه به نن ماښام د افغانستان په وخت شپږنیمې بجې د هند په کلکته ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکت بورد رسنیز مرکز مشر فرید هوتک وایي؛ افغان لوبډلې دې لوبې ته بشپړ تیاري نیولی او هیله ده، چې دغه لوبه وګټي.

سریلانکا د تېر جام اتلولي خپله کړې وه او اوس له هغې ساتنه کوي.

پرون د کرکت په دغه نړیوال جام کې د پاکستان او بنګلادېش او د ویست انډیز او انګلستان تر منځ لوبې وشوې.

په دې لوبو کې پاکستان بنګلدېش او ویست انډیز انګلستان ته ماته ور کړه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان سکاتلند، هانګ کانګ او زیمبابوي ته له ماتې ورکولو وروسته دغه پړاو ته لار موندلې ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …