عاجل خبرونه

افغان ولسمشر غني د مونشن په امنیتي ناسته کې وینا کوي

(Last Updated On: February 12, 2016 10:15 am)

vlcsnap-2016-02-12-09h33m14s52افغان ولسمشر تېره ورځ ماښام مهال د مونشن په کنفرانس کې د گډون په موخه جرمني ته رسیدلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر به د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د افغانستان د امنیت په اړه د ناستې گډونوالو ته د خپل هېواد د امنیتي حلاتو په اړه وینا وکړي.

د چارو یو شمېر کتونکی وایي، ولسمشر باید د افغانستان د امنیتي ستونزو ته د سیمه ییز او نړیوال حل غوښتنه وکړي.

افغان ولسمشر به په خپل دوه ورځني سفر کې د مونشن امنیتي ناستې ته وینا وکړي او د دغې ناستې له یو شمېر گډونوالو سره هم وگوري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د مونشن کنفرانس بحثونه د تروریزم په وړاندې پر مبارزې، د کډوالۍ پر ناورین، سیمه ییز ثبات، د ناتو پر راتلونکي او اقلیمي وضعیت راڅرخي؛ خو ولسمشرغني به د افغانستان د امنیت په اړه په کې خپله نظریه وړاندې کړي.

په دې سفر کې له ولسمشر سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، امنیتي سلاکار حنیف اتمر او د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار محمد همایون قیومي ملتیا لري.

 

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …