افغان ولسمشر د ایران ولسمشر ته د نوي کال مبارکي ویلې

(Last Updated On: مارچ 21, 2016)

vlcsnap-2016-03-21-11h42m53s85

د افغانستان او ایران ولسمشرانو تېره ورځ د نوې کال په پیلیدوله یو بل سره د تیلیفون له لارې پر  خپلمنځيو اړیکو خبري وکړې او  او ولسمشر اشرف غني د نوي کال مبارکي ورکړه .

د ایران د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې،ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ایراني ساري حسن روحاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتیدا ټینګار وکړ.

د ایرنا د څرګندونو له مخې، د افغانستان ولسمشر خپل ایراني سیال او د ایران خلکو ته د نوي کال مبارکي وویله.

ښاغلي غني د دوه اړخیزو همکاریو د  زیاتیدو  پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ایران رول مهم وباله.

ولسمشر حسن روحاني ویلي، په ټولو برخو کې له افغانستان سره د ایران د اړیکو او همکاریو د براختیا هیله لري.

افغانستان او ایران په نړۍ کې یوازني دوه هېوادونه دي،چې له هجري لمریز کال څخه په کې کار اخیستل کیږي.

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې د یو طالب قاضي په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

(Last Updated On: دسمبر 18, 2018) د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې امنیتي …