عاجل خبرونه

افغان ملي بانک دوه سوه میلون ډالر پورونه ورکوي

(Last Updated On: جون 21, 2015)

vlcsnap-2015-06-21-18h00m19s91

د افغان ملي بانک مسولین وايي؛ دې بانک د کورنیوتولیدا تودودې اوپراختیا لپاره دوه سوه میلونه ډالر اوږد مهاله پورونه ورکوي.

دغه پیسې به د کورنیو تولیداتو دپراختیا لپاره د پرمختللو ماشینونو او د تولیداتو لپاره خامو توکود رانیولو په برخه کې ولګو شی.

په ورته وخت کې دافغانستان د صنعتکارانو د ټولنی مسولین وايي د حکومت په دې مرستي سره به هیواد ته شل سلنه د وارداتو کچه راټیټه شي.

د افغان ملی بانک مسولین وايي داقتصادي پرمختګ لپاره باید د کورنیو تولیداتوملاتړوشي.

دغه بانک د افغانستان د صنعتکارانوله ټولنی سره د دوه سوه میلونه ډالروپه ارزښت دهمکارۍ تړون لاسلیک کړ.

دغه پیسې داوږد مهاله پور په توګه د اسلامی بانکدارۍ د اصولو پراساس افغان تولیدوونکوته پرې پرمختللی امکاناتو د رانیولو ترڅنګ د تولید خام تو کی هم رانیول کیږی.

د افغان ملی بانک مسولین وايي د دغه پیسو ټکټانه ربعه وار د ۶،۵ تر۹،۵ ترمنځ ده چی له یوه فیصد هم کمه ښودال شوی .

افغان ملي بانک پریکړه کړي چی دکورنیو تولیداتو څخه به ملاتړ کوي، په تیرو دیارلسوکلونو کې پانګه راټوله شوه؛ مګر له صنعت سره همکاري ونشوه.”

په تیرود یارلسوکلونوکي په ځلونوله حکومت څخه د صنعتی بانک دجوړیدوغوښتنه وکړه؛ خو چايي غږ وانه وریده>

دوی وايي د ملی یوالی حکومت له دي اقدام سره به نورپانګوال هم پانګونی پیل کړي او زیاتوي چې په دې سره به ترشلو سلنه دوارداتو کچه را ټیټه کړي .

vlcsnap-2015-06-21-18h00m58s3

سخی احمد پیمان د صنعتکارانو دټولنی رییس:

موږ د ملي یوالي حکومت د دې ګام هر کلی کوو؛ په دې سره به نور پانګوال هم تشویق شي تر څو په هیواد کې پانګو نه وکړي او کورني تولیدات به پراختیا پیدا کړي.

دمرکزياحصایې د ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال د۵۷۰ میلون ډالرو په ارزښت صادرات او پنځه ملیارده او۷۰۰ میلو نه ډالرو په ارزښت واردات لري.

د ملي یوالي حکومت هڅه کوي ترڅو کورني تو لیداتو کچه لوړه شي.

خبریال: حال اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …