افغان فوتبال ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ له سینګاپور سره لوبیږي

(Last Updated On: March 26, 2016 9:48 am)

vlcsnap-2016-03-26-09h45m23s32د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه راتلونکې سې شنبه د سنګاپور له ملي لوبدلي سره سیالي کوي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول سید علي کاظمي ویلي، چې افغان لوبغاړي د دغې سیالۍ د تر سره کولو له پاره له جاپان څخه ایران ته روان شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د جاپان فوتبال ملي لوبډلي د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلي ته پېنځه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …