عاجل خبرونه

افغان سوداګر: افغانستان د بهرنيو ځواكونو ملاتړ ته اړتيا لري

(Last Updated On: جون 1, 2014)

3

ځينې افغان سوداګر د افغانستان په تړاو د امريكا د ولسمشر تازه پرېكړه ستايي او په دې اړه هيله من دي. دوی وايي، لاهم خلك له ناامنيو كړېږي، او افغانستان د بهرنيو ځواكونو ملاتړ ته اړتيا لري.

د ۲۰۱۶ كال تر پايه په افغانستان كې د امريكايي ځواګونو حضور د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې رئيس سخي احمد پیمان ستايلی دی.

بلخوا د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د ولسمشر اوباما له وروستۍ پرېكړې هركلى كوي او وايي، ۲۰۱۴ كال او ناامنيو پر اقتصاد بد اغېز وكړ، خو د اوباما دا اقدام كولاى شي، د سوداګرو روحيه لوړه او پانګونه غښتلې كړي.

د امريكا د ولسمشر د تازه پرېكړې له مخې، امريكا به د ۲۰۱۶ كال تر پايه افغانستان كې ۹۸۰۰سرتېري پرېږدي، چې افغان ځواكونو ته به د سلا مشورو او روزنې تر څنګ د ترهګرو خلاف مبارزه هم وكړي.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …