عاجل خبرونه

افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې د ملگروملتونو د ماموریت مشر وټاکل شو

(Last Updated On: August 13, 2015)

z

د ملگروملتونو سرمنشي بانکي مون افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې خپل ځانگړی استازی او په دغه هیواد کې د ملگروملتونو د ماموریت  مشر وټاکه.

 د ملگروملتونو اوبپاڼې په ډاگه کړې؛ ښاغلی ظریف، چې اوس په کاسوو کې د سرمنشي ځانگړی استازی او د ملگروملتونو د موقتې ادارې د ماموریت ريیس دی، په دیپلوماسۍ، نړیوالو او د ملگروملتونو په چارو کې پراخه تجربه لري.

نوموړي په افغانستان کې دننه او له دغه هېواده د باندې بېلابېلې دندې هم ترسره کړي دي.

 ظریف له  نولس سوه یو اتیا څخه تر نولس سوه اووه اتیا کلونو پورې په نیویارک کې د افغانستان دایمي استازی و،  له نولس سوه یو اتیا تر  نولس سوه اووه اتیا پوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د نولس سوه نهه اتیا تر نولس سوه یو نوي کلونو ترمنځ یې په نړیوالو چارو کې د ولسمشر د مرستیال په توگه دنده لرله.

فرید ظریف په نولس سوه دري نویم کال کې له ملگروملتونو سره کار پیل کړ او له هماغه وخته راوروسته یې د دې موسسې په مرکز نیویارک کې د کار کولو ترڅنگ په ایریتریا، لایبریا، سویلي افریقا، عراق او سودان کې د سیاسي، بشري او سوله ساتي ماموریتونو بېلابېلې دندې تر سره کړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …