عاجل خبرونه

افغان جيټ غور او باغيس ته هم خپل پروازونه پيل كړل

(Last Updated On: جون 27, 2014)

5pashto

دافغانستان هوايي چلند خپلواكه اداره وايي، چي د هېواد هغه لیرې پراته ولايتونه، چي له مركز سره دسفر په برخه كي ستونزي لري،دكورنيو هوايي شركتونو له خوا به ورته دپرواز زمينه برابره كړي، چي په دې لړ كي افغان جيټ وتوانيده دنور ولايتونو تر څنګ غور او باغيس ته هم خپل پروازونه پيل كړي.

اسلم حجاب ګزارش راكوي، چې افغان جيټ شركت به له دي وروسته په اووني كي يوځل غور او باغيس ته هم پروازونه كوي.

دهوايي چلند د خپلواكي اداري مرستيال محمودشاه حبيبي وایي:

له دې وړاندي دغه شركتترينكوټ،هلمند، کندهار او هرات ولایتونو ته پروازونه پیل کړی دي.

دغوراو بادغيس ولايت يو شمېراوسيدونكي د دغه خصوصي شركت له پروازونوڅخه هركلي كوي اوله مسوولينو غواړي، چي د كرايې په برخه كي دې آسانتياوي هم رامنځته كړي.

د يادوني وړده، چي افغان جيټ كورني خصوصي هوايي شركت د پرمختلليو الوتكو له خوا په كوردننه دروان كال د وري له میاشتې خپل پروازونه پيل كړي او خلك يي له خدمتونو څخه هم خوښ دي.

About Ariana News

Check Also

په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي لاندې د کښتیو هڅې پیل شي

(Last Updated On: نوومبر 8, 2018) د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، چې په چابهار بندر …