عاجل خبرونه

افغان بیسیم په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ

(Last Updated On: دسمبر 21, 2015)

vlcsnap-2015-12-21-11h35m59s197د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له اپل کمپنۍ سره د یو هوکړې لیک له مخې د دوشنبې په ورځ(د لیندۍ۳۰) په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، افغان بیسیم په افغانستان کې د آپل کمپنۍ لومړنی پلورونکی شرکت دی او د دې جواز په تر لاسه کولو به خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.

افغان بیسیم مخابراتي شرکت د آپل له کمپنۍ سره د یوې هوکړه لیک په اساس د آیفون ۶ او ۶ پلس د پلورلو جواز تر لاسه کړ. د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، د مخابراتي خدمتونه لپاره دوی پانګه اچونه کوي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، مونږ ډېرو لیرې پرتو سیمو ته انترنیتي خدمتونه ورسول. ناامني او ځینې وختونه د لږو امکاناتو لرل زمونږ یوازنۍ ستونزې دي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ و وزارت مرستیال سید وهاب سادات د افغان بیسیم له خدمتونو ستاینه کوي او وایي؛ د مخابراتو وزارت تل هڅه کوي، چې له مخابراتي شرکتونه سره همکار وي او له دوی ملاتړ وکړي.

د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو سره هېوادوال کولی شي له افغان بیسیم مخابراتي مرکزونو څخه په پوره ډاډ یاد آیفونونه تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه شرکت د ورنتۍ خدمتونه او انترنیتي آسانتیاوې هم وړاندې کوي.

خبریاله: نبیله حفیظي.

 

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …