افغان اقتصادي پناه غوښتونکي به ونه منل شي- انگلا مرکل

(Last Updated On: دسمبر 3, 2015)

vlcsnap-2015-12-03-11h31m07s15

د جرمني لومړۍ وزیره وایي،چې هغه افغانان به په جرمني کې ونه منل شي،چې د اقتصادي ستونزو له کبله دغه هېواد ته ورغلي دي.

 

د جرمني لومړۍ وزیرېانگلا مرکل دا خبره په برلین کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یو گډ خبري کنفرانس کې کړې ده.

 

میرمن مرکل وایی، هغه افغانان به جرمني کې ومنل شي،چې له جرمني ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او ژوند یې له گواښونو سره مخ دی.

 

د جرمني لومړۍ وزیرې وویل،جرمني او نورو اروپایی هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرتونو بدیله لار د افغانستان په خوندي او امن سیمو کې پاتې کیدل دي.

 

ولسمشر غني په ناقانونه توگهاروپایی هېوادونو ته سفرونه خطرناک او له لگښتونو ډک وبلل.

 

ده وویل، د ناقانونه کډوالۍد مخنیوي له پاره غوره ده،چې په افغانستان کې پرمختیایی کارونه پراخ شي.

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر اعلام کړی،چې هېواد به یې د افغانستان له بیا رغونې سره د درې سوه پنځوس میلیون یورو مرسته وکړي.

 

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …