عاجل خبرونه

افغانستان هانګ کانګ ته پر شپږ ویکټو ماته ورکړه

(Last Updated On: مارچ 11, 2016)

2په هند کې د کرکت نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې افغانستان په خپله دوه یمه لوبه کې هانګ کانګ ته پر شپږ ویکټو ماته ورکړه.

لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه.

د تېرې ورځې لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د هانګ کانګ د لوبې پيل ښه نه و، نوموړې لوبډلې په لومړي اوور کې شپږ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان له پاره د تېرې ورخې په لوبه کې محمد نبي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه.

نوموړي په لومړي اوور کې د دوه ویکټو په اخستو د هانګ کانګ څلور لوبغاړي وسوځول.

دا په نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د افغان لوبغاړۍ تر ټولو غوره توپ اچونه بلل شوې ده.

د سه‎شنبې په ورځ افغانستان په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې سکاتلند ته ماته ورکړې وه.

بله لوبه به سباته له زمبابوي سره تر سره کیږي.

About Ariana News

Check Also

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره …