عاجل خبرونه

افغانستان له امریکا څخه هوایي تجهیزات غواړي

(Last Updated On: فبروري 16, 2016)

vlcsnap-2016-02-16-09h29m26s69له ولسمشرۍمانۍ څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي،چې دغه غوښتنه د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار، محمد حنیف اتمراو د امریکا دفاع وزارت مرستیال د لیدنې په ترڅ کې مطرح شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي؛افغان دولت جگړه ییز چاپېریال ته په کتو چمتو دی، چېامریکايي لوري ته د اړتیا وړ تجهیزاتو یو لیست وسپاري.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي،چې متحده ایالتونو تازه افغان پوځ ته څلور ای نه ویشت ډوله جنگي الوتکې سپارلي دي.

که څه هم متحده ایالتونه په پام کې لري دغه ډول شپاړس نورې الوتکې افغان لوري ته ورکړي؛خو د افغانستان دولت په دې وروستیو کې د خپلو هوايي ځواکونو د سمبالتیا له پاره د سیمې او نړۍ د مرستو را ماتولو له پاره هلو ځلو ته زور ورکړی دی.

له دې وړاندې افغانستان په سیمه کې له خپل متحد هندوستان څخه درېام ای پېنځه ویشت ډوله جنگي چورلکې ترلاسه کړي دي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو د غزني په جاغوري کې پرمختللې وسلې کارولي- محقق

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) د اجرايي ریاست دوه یم مرستیال وايي، چې وسلوالو …