افغانستان له آذربايجان څخه په نفتي موادو او گازو كې د پانگونې غوښتنه وكړه

(Last Updated On: جنوري 21, 2014)

آذربايجان ته د افغانستان د سوداگرۍ وزير د سفر موخه دا وه، چې د افغانستان، تركمنستان،  آذربايجان او گرجستان يوه گډه كاري كميټه جوړه كړي.

د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي:

له دې هڅې موخه دا ده، چې افغانستان اروپايي بازارونو ته لاره ومومي او د دغو هېوادونو پانگوال افغانستان كې پانگونې ته راوړاندې شي.

آذربايجان له تېرو دوه كلونو راهيسې په افغانستان كې د گمركونو او ليږد راليږد په برخو كې پانگونې ته زړه ښه كړى دى. تمه كيږي، چې د سوداگرۍ او صنايع وزير به آذربايجان ته د سفر په ترڅ كې په دې بريالى شي، چې د هغه هېواد سوداگر په افغانستان كې په نفتي برخه كې پانگونې ته قانع كړي.

About Ariana News

Check Also

د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي قرباني نشي- سروردانش

(Last Updated On: مارچ 18, 2019) د ولسمشر دوه یم مرستیال ګواښ کړی، چې د …