عاجل خبرونه

افغانستان د پاکستان ـچین د اقتصادي دهلیزه بشپړ ملاتړی دی-زاخېلوال

(Last Updated On: October 15, 2016 10:46 am)

vlcsnap-2016-10-15-10h43m08s27

په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي، د افغانستان دولت د پاکستان ـچین له اقتصادي دهلیزه بشپړ ملاتړ کوي او غواړي د دې پروژې یوه برخه وي.

حضرت عمر زاخېلوال د دغه هېواد دان ورځپاڼې ته ویلي؛ دا پروژه يوه پراختیایي پروژه ده، چې پاکستان ته ورته له افغانستان سره هم تړلې ده.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان د ودې او پراختیا تږی هېواد دی او غواړي د هوساینې بېلابېل پړاوونه ووهي.

زاخېلوال وایي، د پاکستان– چین اقتصادي دهلیز یوازې پاکستان ته ځانګړی شوی نه دی، بلکې ټوله سیمه او په ځانګړي توګه مرکزي آسیا هم رانغاړي.

زاخېلوال زیاته کړې، چې افغانستان د دې پروژې د یوې برخې په توګه کولی شي د تېرې یوې لسیزې تحمیل شوي زیانونه ورغوي.

دغه پروژه د یوې لارې او یو کمربند تر سرلیک لاندې د چین ولسمشر پرانستې او یوه څو میلیاردي پراختیایي پروژه ده، چې تېره اوونۍ یې د پانګونې کچه یو پنځوس اعشاریه پېنځه میلیارد دالرو ته رسیدلې ده.    

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …