عاجل خبرونه

افغانستان د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو

(Last Updated On: May 11, 2014 9:53 am)

2افغانستان په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو او د افغان سټ ۱ سپوږمکۍ د شنبې په ورځ ( د غویي ۲۰ ) په رسمي ډول په فعاليت پېل وکړ.
د افغانستان د مخابراتو وزیر اميرزی سنګين وايي:
د دغې سپوږمکۍ پر مټ به خلک وکولای شي د افغانستان ټول ټلويزيوني چينلونه په يوه سپوږمکۍ کې ونيسي.
هغه ووېل، هغه پرمختګونه، چې افغانستان په تېرو ۱۲ کلونو کې په دې برخه کې کړي ګاونډيو هېوادونو په ۵۰ کلونو کې نه دي کړي.
نوموړى همدارنګه زیاتوي، چې سپوږمكۍ د ۱۵ كلونو لپاره كار كوي او د افغان سټ ۱سپوږمكۍ به اووه كاله كار وكړي.
همداراز د ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني وايي:
كه څه هم د دې سپوږمكۍ فعالېدل د افغانستان پرمختګ او برياوې ښيي، خو د ده په خبره لا هم د خلكو اړتياو او د ټكنالوژۍ چټك پرمختګ ته په پام سره بايد نور ګامونه هم واخيستل شي.
د مخابراتو وزير اميرزی سنګين زیاتوي، هڅه يې دا ده، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د افغانستان د ټلويزيوني چېنلونو خپرونې له انالوګ نه ډيجيټل ته واړوي.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …