افغانستان د بايسكل ځغلوونې په آسيايي سياليو كې گډون كوي

(Last Updated On: January 23, 2013 11:12 am)

د هېواد د بايسكل ځغلوونې فدراسيون په آسيايي سياليو كې د گډون له پوره چمتووالي خبر وركوي.

د بايسكل ځغلوونې رييس وايي:

ټاكل شوې ده، چې پدې سياليو كې به د افغانستان په استازيتوب پېنځه لوبغاړي له خپلو بايسكلونو سره هند ته ولاړ شي او د آسيا له ۴۲ هېوادونو سره به په سياليو كې برخه واخلي.

دى وايي:

ملي لوبغاړيو له درې مياشتو راهيسې پدې سياليو كې گډون ته تمرينونه پيل كړي او پاتې يوه مياشت به هم په ننگرهار كې خپلو تمرينونو ته دوام وركړي.

د بايسكل ځغلوونې آسيايي سيالۍ به يوه مياشت وروسته په هند كې پيل شي.

About ATN NEWS

Check Also

د هېواد کرکت ملي لوبډله له سریلانکا سره د لوبې ډګر ته وتې

(Last Updated On: September 17, 2018 4:29 pm) د آسیا جام لوبو په لړ کې …