افغانستان درېیم هېواد دی، چې قانون ته په کې درناوی نه کیږي

(Last Updated On: اکتوبر 30, 2016)

vlcsnap-2016-10-30-16h51m08s95

د نړیوال عدالت ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي؛ افغانستان د نړۍ په کچه درېیم هېواد دی، چې قانون ته په کې درناوی نه کیږي.

د نړیوال عدالت ادارې ((قانون ته درناوی د سولې بنسټ )) تر سرلیک لاندې په خپله تازه څېړنه کې، چې د ۱۱۳ هېوادونو له سل زره کارپوهانو او عادي کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی؛ په کې راغلي: ډنمارک د نړۍ په کچه لومړی هېواد دی، چې قانون ته په کې تر نورو ښه درناوی کیږي. وینزویلا، کمبودیا او افغانستان په ترتیب سره  د نړۍ هغه هېوادونه ګڼل شوي، چې قانون ته په کې درناوی نه کیږي.

په دې څېړنه کې ډنمارک تر ټولو قانون منونکی او وینزویلا د قانون د ماتوونکیو هېوادونو په سر کې راغلی دی.

د نړیوال عدالت د پروژو د څېړنې رییس اندرو پانسی وایي، غواړم لومړی هغه لس هېوادونه، چې قانون ته په کې درناوی کیږي، په لنډه توګه راوړم او بیا له وینزویلا، کمبودیا وروسته افغانستان د هغو هیوادونو په کتار کې درېیم ځای لري، چې قانون ته په کې درناوی نه کیږي.

د اساسي قانون په تطبیق د څار کمیسیون مسولین وايي، چې د پارلماني، ښاروالیو او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټاکنو نه تر سره کیدل د قانون ښکاره ماتونه ده او ناامني او زورواکي د قانون د تطبیق مخه نیولې ده.  

د اساسي قانون په عملي کیدو د څار کمیسیون ريیس ګل رحمان قاضي وایي، که حکومت د قانون واکمنۍ پر لوري ګامونه اوچت نه کړي؛ لیرې نده، چې افغانستان به هم د سوریې او ویتنام له برخلیک سره مخ شي.

هغه زیاتوي؛ حکومت پخپله قانون مات کړی او د دې وړتیا هم نلري، چې نور قانون ماتوونکي را ټینګ کړي.

د حقوقپوهانو ټولنې ريیس عبدالغیور غیوروايي، چې لومړی ولسمشر قانون ته غاړه نه ده ایښې.

افغانستان له دې مخکې د اداري فساد، د نشه يي توکو د کرکیلې او تولید له کبله د نړۍ د هېوادونو په سر کې ځای درلود؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د یوې امریکايي ادارې د څېړنو په پایله کې یې د قانون ماتوونکیو هېوادونو په کتار کې درېیم ځای ګټلی دی. 

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …