عاجل خبرونه

افغانستان باید د ستونزو په اړه له پاکستان سره خبرې وکړي- چودري

(Last Updated On: October 3, 2015)

chodari

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په دې،چې افغانستان د پاکستان د لاسوهنو په اړه نورو هېوادونو ته اندېښمن شوی، خواشیني څرگنده کړې ده.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودری نثار علي خان تېره ورځ په اسلام آباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې افغانستان باید نیغ په نیغه له پاکستان سره پر ستونزوغږیدلی وای.

 

نوموړي دغه خبرې له هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان اجرائیه رییس داکترعبدالله عبدالله د ملگرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې د امنیت شورا د غړیو هېوادونو له استازیو سره د پاکستان د لاسوهنو په اړه خبرې کړي.

دغه راز پر کندوز د طالبانو له برید سره همهاله پاکستان له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو غوښتنه کړې ده.

 

د پاکستان پوځي مشر جنرال راحل شریف د آلمان په مونشن ښار کې یوې امنیتي ناستې ته د خبرو پر مهال په ډاگه کړې، چې په افغانستان کې د نښتو د پراختیا د مخنیوي تر څنگ؛ سوله او پخلاینه هم اړینه ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کانتیجین – هغه فلم، چې کروناویروس ته د ورته ناروغۍ وړاندویېنه یې کړې

(Last Updated On: March 30, 2020)د کرونا ویروس وېرې د فلمونو مینوال هڅولي، چې قرنطین …