عاجل خبرونه

اعتراض کوونکي باید له حکومت سره د تفاهم لار غوره کړي- معین مرستیال

(Last Updated On: June 08, 2017 1:56 pm)

د افغانستان د حق او عدالت ګوند وايي، چې اعتراض کوونکي باید له حکومت سره د تفاهم لار غوره کړي.

په کابل کې له سترو بریدونو وروسته یو شمېر کسانو د حکومت پر خلاف د اعتراضونو لړۍ اتمې ورځې ته غزولې ده.

اعتراض کوونکي د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر او نورو لوړ پوړیو امنیتي چارواکو د ګوښه کیدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند د عالي شورا غړی معین مرستیال وايي، چې اعتراض د هر وګړي حق دی؛ د حنیف اتمر د ګوښه کولو په اړه د اعتراض کوونکیو غوښتنه عملي نه ده او نه په کې د هېواد او خلکو خیر شته.

ښاغلی معین مرستیال زیاتوي، د هېواد په اوسنیو شرایطو کې افغانان تر هر بل وخت وحدت او یوالي ته اړدي.

جمعیت اسلامي ګوند، چې اعتراضونه کوي، وايي؛ یو شمېر کړۍ په حکومت کې د ننه له سخت دریځو سره همکاري کوي.

د دغه ګوند ريیس صلاح الدین رباني هم د ملي امنیت شورا د سلاکار د ګوښه کیدو غوښتنه کړې؛ خو ارګ په یوه خبر پاڼه کې ویلي: حنیف اتمر د هېواد لپاره په صداقت کار کوي.

دغه ګوند له حکومت څخه وغوښتي، چې د اعتراض کوونکیو بیځایه غوښتنې ونه مني.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …