عاجل خبرونه

اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي

(Last Updated On: August 23, 2019)

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو هڅو په لړ کې د جمعې پر ورځ( د وږي لومړۍ) هرات ته تللی؛ خپلو پلویانو ته ویلي، د واک بیا تر لاسه کولو په صورت کې به د سولې ټینګښت د ده لومړیتوب وي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر دوام د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ټینګارښیي، چې د سولې له هوکړې مخکې باید د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

اشرف غني ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته په هیڅ صورت د منلو ندی.

نوموړي خپلو پلویانو ته ژمنه ورکړه، چې په تاکنو کې له بریالیتوب وروسته به باعزته سوله د ده د کار لومړیتوب وي.

‎ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال د خپلې ډلې د بریالیتوب په صورت کې د افغانستان پر اقتصادي ودې او له توندلاریتوب سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په راتلوونکي حکومت کې به د حذفولو سیاست شتوالی ونلري او په اقتصادي ډګر کې به افغانستان پر خپلو پښو ودریږي او بېوزلي به نور څوک نه احساسوي.

د هرات یو شمېر اوسیدونکیو او د ولایتي شورا غړیو د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د ملاتړ تر څنګ له دې ډ‌لې وغوښتل، چې د بریالیتوب په صورت کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاین د تېرې میاشتې پر شپږمه پیل شوی او د راتلوونکې میاشتې تر څلورمې دوام کوي.

د ټاکنیز کمپاین له پیل تر اوسه محمد اشرف غني  پکتیا او دا دی اوس هرات ته ولاړ او ګلبدین حکمتیار هم د پنجشنبې پر ورځ میدان وردګو ته تللی و.

لدې مخکې هم اشرف غني ویلي وه، چې ټاکنې به د سولې لپاره ونه ځنډوي.

خبریال: فواد احمدي

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …